ایکنانیوز د البیان له قوله راپور راکړ، د دوبئ د اسلامی چارو او د خیریه فعالیتونو د ادارې عمومی مدیر او د دبئ جایزې د قرآن د سیالیو د کمیټې مشر احمد درویش المهیري په دې باب ووئيل؛ د هغو کسانو شمیر چې په دغو سیالیو کې ئې د ګډون غوښته کړې ده ، له ۸۵ هیوادونو څخه څه د پاسه درې زره څلورسوه کسانو ته رسیدلی دی چې په نړۍ کې ددغې جایزې د ځائيګی او په هغو کې د ګډون لپاره دهڅې ښودنه کوي.
هغه ووئيل؛ دغه شمیر له تیرو پړاؤنو سره په پرتله کې ریکارډ مات کړ او دهغه کړچار نتیجه ده چې د جایزې د سیالیو د ترسره کونکي مسئولان ئې له درستې نړۍ څخه دګډون کونکو د شمیر د زیاتولو لپاره تعقیبوي.
المهیری روښانه کړې ده ، دلومړي ځل پاره په دغې مرحلې کې دمیرمنو په ځانګړې ډلې کې د نامو لیکل پیل شوي دي او په دغو شخصي او مستقیمو سیالیو کې ګډون ، د ګډون کونکو کسانو د هیواد یا د معتبر اسلامی مرکز له خوا معرفي کولو ممکن دی.
هغه ټينګار وکړ، د دبئ جایزې د قرآن نړیوالې سیالۍ په الهي عنایت او د نړیوالو سیالیو د یوې ترټولو مهمې سیالۍ په توګه د دبئ دحاکم په ملاتړ سره به د خدای د کتاب په خدمت کولو کې د اماراتو پر ځائيګي د ټينګار او د قرآن د حافظانو د ستاینې او قدرونې لپاره خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د دبئ د جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو مدیر ابراهیم جاسم المنصوری هم په دې باب ووئيل؛ د دوبئ جایزې د پلاوي له خوا د سیالیو د قاضیانو کمیټې د دقیقو معیارونو په اساس ټاکل کیږي څو د ګډون کونکو په ارزونې کې عدالت رعایت شي.
هغه زیاته کړې ده ، دغه کمیټي به همدارازد ګډون کونکو ارزونه د تجوید(قرائت)،حفظ او په ښه ډول ئې ادا کول د مشخصو ضوابطو او معیارونو په اساس ترسره شي.
ددغه راپور په اساس ، ددغو سیالیو لپاره څه دپاسه دولس میلیون اماراتي درهم بیل کړئ شوي دي چې د میرمنو او سړیو د د مختلفو څانګو لومړي مقام ګټونکي ته به یو میلیون ډالر او د سیالیو د کال اسلامی شخصیّت ته به هم یو میلیون ډالر ډالۍ شي.
https://iqna.ir/fa/news/4290828